زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-04  |  2024-09-08  |  تازه شوی په: 2024/09/07 - 04:09:3 FA | AR | PS | EN
سږنی دوبی، ښايي د تاریخ تر ټولو تود اوړی وي             د غزه شهیدانو شمیر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسیدلی دی             یوناما د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د غونډې جوړولو اعلان وکړ             تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي             کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی             افغانان باید د کار لپاره د سیاحتي ویزې سره ایران ته لاړ نشي             چین په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو حکومت ملاتړ کوي             د طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو ډله قبر ته ولاړ             پخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده             د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د دوه تړونونه لاسلیک             ځان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن بولو             د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل             په جرمني کی د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت             د طالبانو نوی قانون د بشري حقونو دشاتګ ښکارندويي کوي             په جاپان کې سږ کال ۴۰ زره تنه په یوازیتوب کې مړه شوي            

تاريخ النشر: 2024/07/19 - 03:18:4
زيارة: 198
مشاركة مع الـأصدقاء

۱۰۰ ټنه تاریخ تېري درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شو
 ۱۰۰ ټنه تاریخ تېري درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شو

انصار: (د چنګاښ۲۹مه)، د بلخ ولایت د خوړو او درملو اداره خبر ورکوي چې ۱۰۰ ټنه بې‌کیفیته او تر وخت تېر خوراکي توکي او درمل يې سوځولي دي.

د یادې ادارې مسوول چارواکي وایي، چې دغه غیر مجاز درمل او خوراکي توکي یې تر لومړنۍ څېړڼې وروسته، د بلخ عامې روغتیا ریاست او په دغه ولایت کې د شمال زون د درمل پلورونکو د ټولنې په مرسته، په تېرو درېیو میاشتو کې د مزار شریف ښار له روغتیایي مرکزونو او د ولسوالیو له درملتونونو څخه راټول او له منځه وړي دي.

د بلخ ولایت د خوړو او درملو ادارې رییس ډاکټر نجیب الله توانا وایي، چې په سوځول شویو توکو کې ۷۰ ټنه خوراکي توکي او ۳۰ ټنه درمل شامل دي.

په ورته وخت کې د بلخ چاپېریال ساتنې ریاست رییس مولوي شمس الدین خالد په درملتونو کې د تاریخ تېره درملو د مخنیوي غوښتنه کوي او وایي، چې د بې‌کیفیته او تقلبي درملو له استعمال څخه خلکو ته بېلابېل ډوله جانبي عوارض او رواني ناروغۍ پیدا کېږي.

بلخوا په بلخ ولایت کې د شمال زون د درمل پلورونکو د ټولنې مسوول محمدالله وایي، چې د بې‌کیفیته درملو د راټولولو او د له منځه وړلو په برخه کې د خوړو او درملو ادارې سره پوره همغږي لري او هېچاته اجازه نه ورکوي، چې له روغتیایي قوانینو او اصولو څخه سړغړونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم په بلخ ولایت کې د خوړو او درملو ادارې له خوا څه باندې ۲۰۰ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي او درمل سوځول شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې د بلخ ولایت د خوړو او درملو ملي اداره په پام کې لري، چې په راتلونکي نږدې وختونو کې د وارداتي خوړو او درملو د کیفیت د کنټرول په موخه، څو مجهز او عصري لابراتوارونه جوړ کړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32568






*
*

*



قرأ

سږنی دوبی، ښايي د تاریخ تر ټولو تود اوړی وي


افغانان باید د کار لپاره د سیاحتي ویزې سره ایران ته لاړ نشي


د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل


په جاپان کې سږ کال ۴۰ زره تنه په یوازیتوب کې مړه شوي


په جرمني کې له برید وروسته د افغان او سوري کډوالو د نه منلو غوښتنې وشوې


په خوست کې له شپږم ټولګي پورته زده کړو پروګرامونه خپارول بند شو


د اوبو د کمښت ستونزه به په اساسي ډول حل کوو


په ۱۶ ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه


له سیستان او بلوچستان ولایته په ۴ میاشتو کې تر ۵۶ زره ډېر کډوال خپل هیواد ته استول شوي


نن او سبا د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی


په تیر کال کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې پنځه تړونونه لاسلیک شول


له ۶ میاشتو راهیسې پاکستان کې پر ۱۶۳۰ ماشومانو جنسي تېری شوی


په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته ۴۶ چمتو شوي ښارګوټي لرو


د کابل اوبو کمښت ستونزی د حل لپاره هڅې پیل شوي


پاکستان د بار وړونکو لاریو پرتګ راتګ بندیز لګولی دی


عصري زده کړې فرض کفایي ده، ډرون به جوړوو


د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې انتظار خونه جوړیژي


د يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي


طالبانو وایی د پوهنتونونو نوی نصاب جوړ شوی


په ننګرهار کې طوفان ۲۳۰ تنه وژلي او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړي دي


د سېلابونو له امله د پنجشېر لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړل شوې


درې تنه انسان تښتوونکي په لښکرګاه ښارکې د پوليسو له خوا ونيول شول


پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروله


افغانستان کې تر ۴۰ سلنې ماشومان په رواني ناروغیو اخته شوي


د ټولو ښځینه کارکوونکو معاشونه نه دي کم شوي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان